د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
استاد فضل الله رشتین

يو ځل راشه

زما ګرانې محبوبى
يو ځل راشه
او زما د زړه سندره واوره
راشه او
زما د زړ ه له حاله خبر شه
زما لپاره يو څو قطرې اوښكې توى كړه



خير دى بيا لاړه شه
تا ولې پريښودم
؟
تا ولې راته شا كړ ه ؟



يو ځل راشه
ځان را ښكاره كړه
چې يو نظر دې وكورم
او دا ناقرار زړه لږ قرار شي



بيا لاړه شه
زه به آخر لاړ شم
بيا به نه راځم
دا دنيا به تاته پاتى شي
خو ته !
هو!
ته يو ځل راشه
وختونه تيريږي
او بيا نه راځي
ته هم بيا مه راځه
او د نه راتلو قسم وخوره
زما ګرانې مح
بوبې
زه پرون پردى نه وم
او تا خپل ګڼلم



خو نن پردى شوم !
ته زما مينه وې
ته زما آرزو
وې
نه زما هيله وې
او نن پردى شو ې



ګرانې محبوبې
يو ځل راشه
او راته ووايه

اوس هم راسره مينه كوى او كه نه !
وروستۍ خبره دى وكړه
چې دا زړه ډاډه شي
او يقين وكړي
خير دى بيا لاړ ه شه

د شاعر نور شعرونه ←