پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
غزل
غزل
عبدالباري جهاني
مه وایه قاصده چې بهار خزان وهلی
دی
سېل مي د بلبلو له چمنه کوچیدلی دی
یار مي د اغیار په خوله لښکر د زاغ بللی دی
شور یې د رباب له تش کوګل څخه ایستلی دی
زه په دې سراب کې د قسمت په حکم ګرځمه
ما ته مي منزل دانو د اوښکو را ښودلی دی
زه لا د څو غیږې ته نوی ور وتلی یم
مه راځه ساحله ما توپان کله لیدلی دی
کله زما تر سپينه لمن تور د زلېخا
راځي
ما تعبیر د مینی په کنعان کې ازمېیلی دی
څو به راته لولې د فردوس د میخانو کیسې
ما له دې کوثره لا پخوا
نصیب شړلی دی
هره شېبه اورمه جرس د کوچ نارې وهي
کور مي د حباب له آشیانې سره ټاکلی دی
مه لیږه تقدیر مې د
سکندر په ایینه پسې
فال مي د قسمت په خپل اورغوي کې کتلی دی
نن لکه غني په تعبیرونو پسې ورک یمه
سر مي د
جانان پر زنګانه په خوب لیدلی دی
چیرې جهاني چیرې دیدن چیرې د یار کوڅه
زما یې د لحد سره پردیس کفن لیکلی
دی