د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
مین محمد قاسم

ستا د ښائست خبرې

ستوري،سپوږمۍ ته کوي،ستا د ښائېست خبرې
وله،چنار ته، ګلې، ستا د قامت خبرې
ستا د باڼو د غشو او، د ابرو د کمان
بيا چا راپورته کړلې،،د قيامت خبرې
د هجران شپه
مې توره،رڼا،رڼا شي اشنا
چې شي را يادې کله،ستا د قربت خبرې
رېباره، يار ته وايه، د وصال خوند به څه وي
چې د
راتلو نه مخکښې،کړې د فرقت خبرې
واورم د چا خبره،چا ته شم غوږ ،يارانو
ناصح ، توبې يادوي، ساقي، د ست خبرې
په اوښکو،اوښکو سترګو، زړګيه، چا ته وکړم
د پردي ښار دخلکو، د خپل غربت خبرې
د يا ر ، د څڼو سيوری
او، خوب نيولی مين
غېږ د لېلا کښې څه کړي، څوک د بالښت خبرې







پښاور ٢٩/٥/٢٠٠٩

د شاعر نور شعرونه ←