افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
لوند می کړی په اوښکو خپل ګرېوان په نیمه شپه
چی ولوېدله تندره په افغان
په نیمه شپه
چی فتح يئ ډیلئ کړی ابدالی له قندهاره
له یاده می نه وځی میرویس خان په نیمه شپه
ریښې دی در رېبی که ستا ده نسل بقا غواړی
چی ګډ ټول په رمه سی دا لېوان په نیمه شپه
جهان ته يې سپارلی وو ښائست د ځلاند
ستورو
اوورونه وورول پر موږ آسمان په نیمه شپه
شاهین دغه دعا کوی همېش له خپله ربه
اې خدایه پر سکون کړې
هر انسان په نیمه شپه