افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10557 شعرونه
غزل
غزل
عبدالله زهیر
اوښکې به څڅیږي په ګریوان زما
څنګ نه چې بیلیږي خوږ جانان زما
پریږدﺉ چې په چیغو چیغو وژاړم
ما بې وسه خپل نه کړل یاران زما
زما د خوار
نصیب په خواره برخه کې
مینه کښې رسیږي تل تاوان زما
زه به دې د میني توبه ګار نه شم
دار ته که مې
خیژوي ارمان زما
لاس به د رقیب ګریوان ته واچوم
چیړه عبدالله چې قدردان زما