پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
نظم
زه چې مئین یمه پرې
هغه راته ناسته ده په سره جوړه کښې
خو مخ يې پټ دی ما لیدلې نه ده
ډېر زه وسواس لرم چې ووینم د یار بشر
چې د بې تابه زړه قرار ومومم
دا زړه مې غواړي واېم راشي
د
طوفان یو بې حجابه سېلۍ
او له دې مخه دا نقاب لرې کړي
چې زه د خپل جانان تصویر ووینم
خو داسې کله کیږي څنګه
کیږي
ما خو د ژوند وختونه واړول په دغه امید
او کله وایمه چې ورشمه پخپله باندې
د هغې مخه دا پرده لرې کړم
دواړو لاسونو کې يې ونیسم د مخ زیبائش
او داسې ډوبه شم د عشق پدې درنو چپو
چې هېڅ ونه وینمه خپله د نجات لاره
خو داسې کله کیږي څنګ به کیږي
چې زه جراعت د محبت د دې طاقت نه لرم
زه چې تا وینمه نو ساه زما وجود کې راځي
داسې احساس کړم لکه ژوند چې څه مفهوم ومومي
لکه دمرګ نه پس چې بیا ژوندون شي
یه جانه تاته واېم اورې که نه
څومره ښائیسته ېې ته زما په نظر څه خبر ېې
زه واېم ټول عمر که وګورمه تاته نو هم
زما په مینه کې به یو زره کمې
رانشي
او دا کېدې شي چه لا نور هم زیات شي
ته چې په پټ مخ ماته دومره عزیت رسوې
نو تا چې ووېنم نو ستا ښاېئست
به څنګ هضموم
نه نادېده پاتې کیدې شم نه لیدلو والا
په ما پیرزو کړلو خدای اجل د دوؤ لارو
چې هم لیدلو کې م
رګ او هم په نه لېدلو