افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
پښتونه !
ما په لر وژني پښتونه
تا په بر وژني پښتونه
زما وستا نسل کشي ده
دا ټبر وژني پښتونه
هله ژر سه را ولاړ سه
دنفاق اورونه مړه که
کنه یو یو به همداسي
په هنر وژني پښتونه
نن میوند په اور کي سوځي
نن خیبر په اور کي سوځي
ستاپر کور اورنه بل دي
ستا بشر وژني پښتونه
دغلیم واري ته ځیر شه
ستاپه وړاندي تباهي ده
ستا مکتب په اور کي سوځي
ستا ثمر وژني پښتونه
تا له علمه لیري
ساتي
ستا همدغه کمزوري ده
چي تا علم ته رابولي
هغه سر وژني
پښتونه
نن دي وار دویښېدو دئ
ځان اګاه که ځان اګاه که
دا دتورو شپو
زامن دي
زرین لمر وژني پښتونه
ستا یوالي کي بقا ده
ستا نفاق
ستا تباهي ده
ستا وڅنګ ته غلیم ناست دی
ستا باور وژني پښتونه
دا دنن
ګورګین ته ویښ سه
دبابا تدبیر درواخله
چي یوازي او په تش لاس
ټول لښکر وژني پښتونه !