د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
خپلواک وطنيار

غزل

هغه چې زړه په ټوله مينه وو پاللي ياران
سترګو ډېرزر دلاسه ورکړل
نازولي ياران



خيرکه نظرپه نااشنا تصوير کې ورک شو رانه
دزړه په کور کې مې صنم غوندې ساتلي
ياران



په دې بې مينې دورکې مونږه محبت لټوو
مونږه يو څو ملنګان مونږه څو سپيڅلي ياران




دالله دين څراغ چا راکړو وويل څه به غواړې
ماويل رباب منګی دېره او زما ښکلي ياران



څه قلندر خو نه دی تش بې وس جانان دی خپلواک
دالورونه ده چې خدای ورته ورکړي ياران

د شاعر نور شعرونه ←