پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
ای د کلی ړوند شاعره
ای د کلی ړوند شاعره!
ستا شعرونه تول دکلی
پکی ستایی ښکلی
ښکلی
دپښتنو پیغلو نازونه
اداګانی ،خنداګانی او مکیزونه
ښه کړی! د حیا او د وفا یی هم
یادوی
د زلمو لیونی مینه،د دوی هم یادوی
د جومات نه تیښته، میخانی یادوی
د تسبو ورکه، او پیالی یادوی
په شیخ ملا پسی وی تا سوټی اخیستی
ستا خیالی شعر له همدی وی رنګ
اخیستی
خو!
هیڅوک پیدا نشو چی ستا په ژبه مهر کیږدی
ژبه دی بنده شه! ، دا خواری
نجونی
نن د مکتب هیله لری، ته یی اواز نه اوری
دوی په خپل لاس د خپلو سترګو ړندیده ګوری
د کلی خلک
د مکتب سوزیده ښه ګوری
د بیچاره وو ماشومانو درته څه ووایم
د رمو ستړو،لمر سیزلو مظلوم
انو درته څه ووایم
یو ټوک ډوډی د کوره واخلی،له سهاره تر بیګاه
په غرو راغو کی رمی پیایی په ژړا او په
غوغا
شاعره یاد کړه لږ د خپل کلی هلک او نجلی
چی کړی فریاد،سوی مکتب،سوی کتاب او څوکی
شاعره
یاد کړه! د بچیانو په مونږ دا حق دی
طلب د علم په اسلام کی هم بر حق دی
علم دښمنه کام به څه وخت پری
پوهیږی خدایه
داد غفلت په خوب ویده پلرونه خه وخت بیداریږی خدایه
ګوره چی اولاد یی ټول د جهل سیلابونوپه سر واخیست
څوک پاټکی،څوک پوډری، ---چا ټوپک په لار د غر وا خیست
-
جاپان