د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
هدایت الله ایمل احدی

نظم

مامې زړګی درکړو
د مینې احترام لپاره
چې راته ویې ساته
تاچېرته کاڼو کې
وغورځاوو
هغه د څه کړ؟
هغه راواخله
ژرکه را یې کړه
چې بې له زړه نه
یوه شیبه تیرول
ناممکنه کار دی

زړه ده پاچاه د بدن
هغه واکمن دی د ژوند
چې لږڅه نقص پیداکړي
چور او تالان ګډشی
په ټول بدن
باندې
تبه له یو خوا راشي
بې اوښي بلې نه
دردونه ښه پریمانه
راشي له بلې نه
که یې ته نه منې
راشه دریې
کړمه
ښکاره مثال
افغانستان وګوره
هرچاته یې کړه غیږه خلاصه
چې یاران دي، نیمه خوا لاړ نشي
خوهغه تول رقیبان وختل
اوس یې ترې جوړ کړلو د لوبو میدان
نو زړه مې راکړه
چې یې ښه وساتم
او پام چې ته دې هم زړه

چاته ورنه کړې
په دې نړۍ کې د دوستۍ هیڅوک نشته
ښه کلک او روغ یې ساته


شش درک- کابل

د شاعر نور شعرونه ←