د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نثاراحمد احمدي

نظم

راځه جانانه دګودرغاړي ته ځو
دچنارونوتر پلولاندي
دمازديګر
دژړووړانګوسره
ستادمجلس سره مي ژوند تړمه
يوه كيسه دمحبت يه ژبه
رابېلومه دكيسو دكوره
پرهرخبريې محبت
پيوند دى
تاته يې وايمه دشپودكوره
رانغښتل سوي زمادژوند شيبي دي
غموپري كړي دمينو پښي دي
دامي كيسه ده
راسپړمه يې
دايونغه ده نڅومه يې
په سره غرمه كي دګرمۍ په كوركي
زه اوته ناست ؤدسايوپه ته
پرسپينكي مخ
دي غورحېدلې خولې
دمست وجودڅه دي وتلې خولې
زما دميني په اسمان كي ستورى
په ځلېدوسود سپوږمۍ وخواته
هغه
تپلې مينه وتپل سوه
اوس به نوخود جانانه مايادوې
چي لېونى يې ماته څله ګورې
زه ستا دميني ړندوسترګو
دبهارپه شان تازه كړم
اوخزان كي يې ايره كړم
۲۰۰۹-۵-۱۹هلمند

د شاعر نور شعرونه ←