پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
ښځه
یوازی ښځه نه یی!
ته یی د مینی داستان
ته یی دژوند سندره
زما دسفر هدف یی
ته
ګرانه ملغلره
زه خو تل تا لټوم
زه ستا ښکلا لټوم
بیله تا ژوند وماته
ګورهم مفهوم نلری
ته د
ښکلا کعبه یی
ته د ښایست ډیوه یی
ته یی سمبول د سولی
د سولی فرشته یی
یوازی ښځه نه یی
ته زما د
ژونو یو برخه
ته زما د شعر مضمون یی
ستا ترقدم لاندی خو
دی جنتونه پراته
ستا په دوعا دوعا کی
دی
ثوابونه پراته
تا اتلان روزلی
تا شنه زمریان روزلی
تا د تاریخ پاڼو کی
پیغامبران روزلی
ته د میوند
ملاله
ته د نازو په شان مور
ته دادب ښکلایی
ته دهر ژوند بقا یی
ته دی ځان وپیژنه
عادی موجود نه یی ته
د نړی ټول اتلان
دی ستا په غیږ کی ویده
د نړی ټول اتلان
دی ستا په پیو ماړه
نړی به تا یادوی
قلم به ستا صفت کړی
یوازی ښځه نه یی
ته د ژوندون اساس یی
ته د هرکوربنیاد یی
بیله تا لوړقصرونه
خالی
کوټی یادیږی
خو بیا خاورین ګوډلی
ستاسره کورنومیږی
ته دعزت سمبول یی
ته می د پت سمبول یی
ته خویو
ګرانه موریی
ته خویو ګرانه خوریی
ته دژوند د کاروان
دحرکت سمبول یی
ته د پیاوړی انسان
دشجاعت سم
بول یی
تاته نړی تسلیم ده
تادانسان بنیاد یی
تاته سندره تسلیم
ته زما دشعرفریادیی
نوزادی وایی
تاته
ته دی تل ښکلی اوسی
ته دی اباداوسی
ته ښاغلی اوسی