د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ښاغلي سمیع الدین افغاني شعرونه

د غم څپې

په مــــــوږ د مرګ بدې څپې تېرې شــــوې
څـــــه عجیبه شانتې صـــــحنې تېرې شوې



د زړه ګوګل ته مــــــو لاس ویـــــوړو رقیب
د درد او غـــــــم بدې شیبې تېرې شـــــوې



د ژوند مفهـــــــــوم زموږ بې رنـــــګه شولو
د نابودیو ولــــــــــــــــولې تېرې
شــــــــــوې



هـــــــــــا امیـــدونه ارزو ګانې د ژونــــــــــــــد
ټولې نیمـــــــــــــــګړي قافـــــــلې تېرې شوې



راځئ ترې واخـــــــــــــلو عبرتونـــــه د ژونـــد
داسې په
مــوږه چې تیارې تېرې شـــــوې



پدغـــــــــــه ژوندکې اعتبار کلـــــــــه شتـــــه
د خود غرضـــــــو ناکردې تېرې شـــــــــــــوې



د ژوندون په پا ی کې مــایوسي څه پکار
د ښه عمل ښې خــــــــــــاطرې تېرې شــــــوې



دلته دا څوک دی چې مغروره ښــــــــکاري
فــــاني دنیا شیبې ، شیبې تېرې شـــــــــوې



افغاني! رب ته د سجــــــــــدو موقعه ده
ګنې مــــــوقعې مو د توبې تېرې شـــــــــوې
--------------------------------------

٨ - ٥ - ٢٠٠٩
مهاجرت

د شاعر نور شعرونه ←