افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
آه!
ما ویل،
ګلاب به وي، غاټول به وي
مست، مست بلبلان به وي
قمري
به وي، بازان به وي
بیا به په ګدر د مستو نجونو آوازونه وی
بیا به د منګیو قطارونه وي
کوچیان به وي
رمې
به وې
ګلې به وې
ما ویل،
نانګه به وي
توتان به وي
مڼې به وې
سرکۍ به وې
لاسونه په نکریزو سره،
خوشخویه جونکۍ به وې
زه خو د زرغون سپرلي په طمعه وم
آه!
څه شو سپرلی د آرزو زما؟
آه!
څه شو ګلبڼ د اندیښنو زما؟
آه!
څه شو باران د تلوسو زما؟
ما ویل،
چي زه به یم او یار به وي
شین سیوری د
ولې او چنار به وي
خوښې به وې
موسکا به وې
خندا به وې
میاشت د څوارلسم به وې
سپوږمۍ به وې
رڼا به وې
زه خو د زرغون سپرلي په طمعه وم
آه!
څه شوه رڼا د تیندکو زما؟
آه!
څه شوه وږمه د امیدو زما؟
وچه شوه
غوټۍ د پسرلو زما
آه!
څه شوه ...