افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
د بوډۍ ټال
د بوډۍ ټال
پوهنمل سیف الله جهش
دا ګردش د سیارو دی هرې
شپې پسي صبا شي
چې شي شمه چیرته بله ترږمۍ وي خو رڼا شي
چې مکار دښمن غالب شي پیدا زړونو کې غفلت شي
شیطانې څ
یرې شي خطمي چې خپه زړونه په خلا شي
سره ګلونه چې په باغ کې بې ځښتنه شي رژیږي
غوټۍ وخاندي له ورایه چې مالیار
یې را پیدا شي
په قانون د طبیعت کې پدیدې په بدلیدو دي
تکامل کوي پر مخ ځي پخواني واړه تر شا شي
دا ګردش د
زمانې دی حوادث چې را پیښیږي
تهمتي دنیا شي خطمه چې ریښتیا حکمفرما شي
په یوه جهش اسمان کې تورې وریځي وي رڼا شي
څو رنګونه سره یوشي د بوډۍ ټال شي ښکلا شي