افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
د مور پیغام
زه د ژوندډیوه یمه رڼا یمه
رنګ د زمانې یمه ځلا یم
ه
سوځمه خو وړانګی دسحرویشم
زه توروتیاروته سپین سبایمه
ماته پام په سپکوسترګومه ګورۍ
موریمه مریم یم
ه حوایمه
ما په خپله غیږه کی روزلی یۍ
ښڅه یم ښایست ددی دنیا یمه
زه خوآمنه یم ډیره ستره یم
زه دعایشی
دزړه درزا یمه
ای زما بچوړوای دزړه قطرو
زه خویم نازو ستاسوانا یمه
ګورۍ ماته ګورۍ په درنوسترګو
موردمیرویس خان او احمد شاه یمه
زه یمه انسانه حق دژوند لرم
ډکه له الفت او له وفا یمه
ستوری یم ځلیږم ماښام
ونوکی
زه دژوند مشال یمه ښکلا یمه
زه سپینه رڼا درحمتونو یم
څرک دسباوون یمه بریښنایمه
بی له ما دژوند
جونګړه ورانه ده
زه یم چی دردونوته دوا یمه
ډکه له وږموډکه له نوره یم
نه لرم ازغی ګل رعنا یمه
موریمه
نصرته مینه مینه یم
زه خو فاطمه یم ستاترخوایمه