افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
خړ کورونه
داد خاورو خړ کورونه په مونږ ګران دي
له حرا نه چې
کوم نور په ځليدو شو
تر يورپ او افريقې په خوريدو شو
محمد (ص)د سولې امن پيغام راوړ
بربريت او ظلم
زور په ډوبيدو شو
داد خاورو خړ کورونه په مونږ ګران دي
د وطن سپيره ډاګونه په مونږ ګران
دي
که غليم يې هر څو لوټ کړې رڼاګانې
دا زخمي زخمي تور غرونه په مونږ ګران دي
په
غم مې ژاړي د اسمان وړانګې
ماتې د زړه مې شولې ګلڅانګې
دي جنازې م
ې د ارمانونو
رقيب مې لوټ کړې د هيلو پانګې
غليم مو بلې کړې په زړونو لم
بې
د بر ګودر په چنارونو لمبې
پيغلې يې وسوې او منګي يې مات کړل
خيژي د کلي له بامونو لمبې
ادم شهيد شو رباب اور اخيستى
بلبل ستي شو ګلاب اور
اخيستى
په جوماتونو يې هم زړونه يخ کړل
قران يې وسو محراب اور اخيستى