د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
پوهاند رشتين

نه غواړم

له خوږې و ږمې څخه :




زه يم زلمى د كار په وخت تن آساني نه غواړم

چه لټ تنبل وي هغه خلك پخواني
نه غواړم
مونږه تباه شولو برباد د ناپوهۍ د لاسه
نور په وطن
كښې نا پوهي او ناداني نه غواړم

چه يى فايده له ماله نه وي قام
وطن لره څه
زه په هيواد كښې هڅ
ې پانګه قاروني نه غواړم
چه د غريب په
وينو څكلو باندې ځان څربو ي
په داسې شان له حاكمي او خان خاني نه غواړم
قوم
او وطن چې خرڅوي پيسې يى اخلي په سر
په پښتونخواكښې دغه شان بى ايم
اني نه غواړم
قام او ملت ته چه د
ګټې په ځاى زيان رسوي
د نس پرست
په ځان مين دغه ځواني نه غواړم
چه خپله ژبه كړي پردۍ او پردۍ
كړي خپله
د داسې خلك په هيڅ شان قدرداني نه غواړ م
هغه
ځوانان هغه ځلميان چه يو پښتون
جوړ وي
د دوي د زړونو په هيڅ وخت كښې پريشاني نه غواړم
مينې د قام كښې
چه رشتين نه شي خوشحال غوندې څوك
د خولى لباس د دروغجنو زباني
نه غواړم




دلو 1326 ش

د شاعر نور شعرونه ←