افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
څه وشول
زموږ کلی او ګلزار باندی څه وشول
په سپرلیو ، نوبهار باندی څه
وشول
بوراګان د باغ په لوری نه رادرومی
په دی خوارغریب ملیار باندی څه وشول
چه د
خیاله یی رخسار په اوربل پټ وه
په هغی ښکلی نګار باندی څه وشول
نه ادم شته نه
رباب نه هغه مینه
د فرهاد د زړه قرار باندی څه وشول
دلته هرڅه دی وران شوی ویجاړیږ
ی
زموږ کلی زموږ ښار باندی څه وشول
دغه څوک دی چه په خپلوکی یی وران کړو
ولسونو او اعتبار
باندی څه وشول
داڅه وشول څه به کیږی نه پوهیږو
زموږ د خلکو په وقار باندی څه وشول
د ظا لمو او بی رحمو زور چلیږی
افغانی زموږ روزګار باندی څه وشول
------------------------------------
مهاجرت