د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
محمد ېوسف خدمتګار

پت

خوبونه رانه تللي شوګیرئ دي چئ را ځي
نیټئ دي هیرئ شوي خووعدئ دي چی راځي
حیران یم چی پښتون جانان به څه ته پښتو وايي
حجرئ یی کړلې ړنګئ خو جرګئ دي چی راځي
توبو نه مې توبه کړه
چی جانان می خپه نه شي
هر ګوټ پسئ ساقي زما توبی دي چی راځي
پیالی یی کړلی ماتی چی دمیو کور یی سولو
دا
ځکه دکاسو پسی کاسی دي چی را ځي
تشتور ی کاروانونه راستانه شول دزړه کورته
لو ټ شوي ستا کوڅه کی قافلئ دي چی
راځي
خندا دجانان ورکه شوه دسترګو اشاروکی
کډوال مساپرۍ اوسختی شپئ ديچی راځي
دعشق دلیونیانو څه ځانګړې شان نړۍوي
بی اوره باندی وسوم سری لمبئ دي چی راځي
په عمر کی خو يو ځل پسرلیه چم له را شه
افغان زلمو او
پیغلو دا ګیلئ دي چی راځي
قربان یی له حیا شم عشق یی دپت تابع دئ
دا ښکلي خدمتګاره پښتنئ دي چی راځي



مزدورزوې

د شاعر نور شعرونه ←