د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ښاغلي درویش دوراني شعرونه

دوه مړي

دوه مړي :



درويش درانی




قبر یو تیارېده او مړي دوه وو
مړي
دوه وو او په وینو دواړه سره وو
دایوه ته کتل خلکو لږ په کرکه
ددابل یې درناوے کاوه په ټولو
دا ویل په درنوي داسړی ارزي



دي په نره په دښمن پسې ؤ تللي
ککرۍ به یې ترې کورته وای راوړې
که ټګي ورسره خپلو نه واي
کړې
٬٬٬٬٬
داسړی ٫ داچي کېده یې اوس ستاینه
ده یو څو ورځي له مخه وه راوړې
هغه ناوې چي دده دزړه ټوټه
وه
خو دزړه له دې ټوټې سه دَے هلته
دامهال پاته کېدای نه شو تر ډېره
ؤروان په خپل دښمن پسې له کوره
چي
یې سر له خپله ځانه سره راوړي
خو تر تګ وړاندي یو دود پوره کول ؤ
دود ؤ دا چي ددې خلکو عقیده وه
چي
سړے چي ددښمن پر طرف باندي
په دې نیت وزي چي جنګ ورسره وکړي
نو کوم غشي چي یې وي پسې اخیستي
په هغو کي دي
یو ښه غشے کړي غوره
او په کورکي دی ددغه غشي څوکه
دیو چا دتن په غوښه کي کړي ښخه
ددې زخم ددارو درملو کاردي
دخپل کورنورو وګړو ته ورپرېږدي
دے دي واخلي په دښمن پسې داغشے
او داغشے٫ داچي خوند یې دے کتلے
دانسان دتن دسرې او خوږې غوښي
داچي کله پر دښمن باندي ورخلاص شي
دهغه غوښي ته سم رسوي ځان خپل
کېدای نه
شي چي خطا کاندي نښان خپل
٫٫٫٫٫٫٫
چي تر تګ وړاندي دا دود پوره کول ؤ
نو په دا دې سړي غوښت چي ژر تر ژره
په خپل کور کي دخپل غشي څوکه سره کړي
دیو چا دتن په سره او خوږه وینه
خو دې کار ته چا ځان نه شو ټینګولای
پای دده ښایسته ناوې ده ته راغله
او ویل یې ستا دښمن غواړم چي ورک شي
د داکار دپاره یم دې ته تیاره
چي دا غشے دي زما په زړه کي ښخ کړې
دزړګي په وینه ژبه ورخوږه کړې
چي یو ځل یې ددې ویني خوند تر خوله شي
له دا پس چي یې پرچا باندي ورخلاص کړې
دَے به زړه ته دهغه رسوي ځان خپل
کېدای نه شي چي خطا کاندي نښان
خپل
٫٫٫٫٫٫
چي یې واورېده دناوي داخبره
داسړے بې اندازې زیات شو خوشحاله
په زړګي خو یې ونه لاره هیڅ
کار هم
په وراه یې دهغې غشے ورښخ کړ
ددې غشي چي په وینو خله خوږه شوه
هله ده له خپله ځانه سره واخیست
ژر
دخپل دښمن په ښکار پسې روان شو
دمېړانې په لوی کار پسې روان شو
چي دده دزړه ټوټه وه هغه ناوې
دورانه له دغه
زخمه سره دلته
تر شا پاته سوه په کور او په کاله کي
ددې کور ٫ ددې کاله او ددې سیمي
خلګ وو په دې باور چي په
امان وي
جنګیالے دجنګ په وخت تر هغو پوري
چي یې ښځه وفاداره وي په کورکي
کوم سړے چي په دښمن پسې وي تللے
خپله ښځه یې په کور کي وي پرې ایښې
که داښځه دغه وخت خیانت وکړي
دپردي سړي لاس پرېږدي وخپل ځان ته
نو مېړه
به یې ارومرو په جنګ کي
وژل کیږي ددښمن په ګزارونو
کوټل کېږي به یې تن په ګزارونو
٫٫٫٫٫
داسړے چي ددښمن
په ښکار روان ؤ
نوتر شا ورپسې پاته وه په کورکي
فرشتې غوندي سپېڅلې پاکه ښځه
او هم دغسي یو غشے ورسره ؤ
چي
په څوکه کي یې مرګ ددښمن پروت ؤ
دداهسي نېکمرغۍ په مهال ده ته
په څرګنده توګه هیڅ خطر هم نه ؤ
مګر کله چي
دښمن ته مخامخ شو
هغه وخت یې نه داخپل غشے په کارشو
نه یې ورغله په ښه وفا دښځي
ددښةن له لاسه ژر په وینو رنګ شو
دغه جنګ دده دژوند آخري جنګ شو
٫٫٫٫٫
چي داجنګ ددې سړي آخري جنګ شو
او دده مړے یې سور په وینو راوړ
نو دا چیغه شوه له هري خوا را پورته
چي دده ښایسته ناوې بېوفا ده
دَے چي کله په دښمن پسې ؤ تللے
هغې
ځان ته دبل چا لاس دے پرې اېښے
ځکه سر دغه غریب وخوړ په جنګ کي
دداهسي کار سزا په کاڼو مرګ ده
خو تر داسي مرګ
یې وړاندې داحق هم شته
چي وروستے ارمان یې موږ سم ورپوره کړو
او ددې وروستے ارمان بل څه کېدای شو
بې له دې چي
په کوټلي سر داکله
دړندو او د کڼو له دنیا د رومي
نوشي کوزه له خاوند سره ملګرې
داسبب ړ چي کوم
وخت په درنو کاڼو
خلګو ووژله دا مظلومه ښځه
ددې مړے یې هم هغه ځای ته راوړ
چي ؤ پروت پکي ددې دڅښتن مړے
اوس
یې دلته لوی و کم په ننداره وو
قبر یو تیارېده او مړي دوه وو

د شاعر نور شعرونه ←