افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
د پښتون توره
د پښتون توره
محمدداود شهید
چې ټول جهان کې تل یادیږي
د پښتون توره ده
چې هر دښمن ترې ډیر ویریږي د پښتون توره ده
دا جوړه شوي په پښتو او پښتونواله
باندي
د توریالیو چې خوښیږي د پښتون توره ده
چې د شمشاد له لوړې څوکي یې رڼا خوره ده
د ننګ شغلې ترې پورته کیږي د پښتون توره ده
نوم یې تاریخ کې لیکل شوی په زرینو کرښو
په لوی نامه چې ستایل کیږي د پښتون توره ده
چې په چنګیز او په انګریز یې میندي بوري کړلې
د هر ظالم سر پرې غوڅیږي د پښتون توره ده
د هر زورګیر په
سینه نیغه ننوتي ښکاري
چې په غیرت باندي تودیږي د پښتون توره ده
د خپل بابا نه په میراث کې راته پاتې
ده دا
تل چې د ننګ کار کې چلیږي د پښتون توره ده
شهیده ګوره څومره ښه ښکاري غازیانو سره
د پت ډګر
کې چې شرنګیږي د پښتون توره ده
د میرویس جلالزي غوراوی او کمپوز