د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نبیله وفا

نظم

زما د ژوند مثال څه داسې لکه
یو څوک د سمندر په غاړه
بیخي په یخ ژمي کې
د
خپل ژوندون هره لحظه اړوي
لکه یو بار په ناتوانه اوږو
لکه مزل کړي بې منزله کشتۍ
په ما کې وي د هر احساس د
ولولو شدت
خو بهر هر څه منجمد پاتې وي
لکه دنیا چې په یوه توله وي
او زه ترې ځانله بې تولې پاتې شم

پوه نه یم څنګ د تنهائې لمنې
د خپله ځانه پرې کړم
څنګ چې یواځې ؤم هم هغسې یواځې یمه
زما د ډکو سترګو تش
خوبونه
پخپلو سترګو کې خوندي پاتې شو
د ژوند د ناوې سنګار زما نه اوس نه کیږي
ما لارښوؤنه کړې هر
چاوته
خو خپل منزل رانه په ورکو لارو ورک ولې دے
ډیر که زه وګورم کوشش وکړمه
خو ورکې لارې چا مندلي نه
دي
زما دا ستړې نظر چا وکاته چا ولوستو
زه د خپل ځان ګنهګار نه جوړیږم
خلک زما ګنهګاران جوړیږي
زه
د خپل ځان قاتله هیڅ نه یمه
خلک زما په قتلولو کې دي
خو بیا هم چپ پاتې یم غلې يمه
زما د ویني راښکدونکي خلک
ماته معلوم دي خو چې ولې اخر
زما پرې ژوند پیرزو دے
زما پرې خوند پیرزو دے
زما پرې رنګ پیرزو دے
د تشې ساه نه خو د ژوند ذائقه نشي موندې
ژوند خو د ساز او د انداز نوم
ژوند خو سندره ده
د عشق سندره
ژوند خو مستي
ده د جانان د سترګو
ژوند خو رباب دے د ادم د لاس
خو
زما کتاب
کې دغه هر یو رنګ
خپله شناخته بائیللې
زما کمزورے وجود
دا بلا درانه غمونه
هیڅوک مې نشته
خو څلور
یاران لرمه اوس هم
تاسې به واۍ د تنها سړی څلور یاران?
زما څلور یاران څلور دېواله!

د شاعر نور شعرونه ←