افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
غزل :
سرکۍ کمال
یار مخې ته راغی دیدانونه نوي نوي شول
بیا مې دزړګي زاړه داغونه نوي نوي شول
مینه شوله نوي دهجران کډه راوانه شوه
هغه دزړې یارۍ لوظونه
نوي نوي شول
نن یې چې اشناراته په مینه مینه ووئیل
سپي رقیب دپاره مړه اورونه نوي نوي شول
وخانده دزړه بلبله وخانده بې غمه شه
جوړشولوسپرلی امیدګلونه نوي نوي شول
ما سرکۍ کمال ته چې په لارکې پښه نیولې شوه
واړه ارزوګانې اویادونه نوي نوي شول
د میرویس جلالزي کم
پوز