افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10557 شعرونه
د دې جګړې له لاسه
د دې جګړو له لاسه
د دی جګړو له لاسه
نور دی جګړو له لاسه
هر یوانسان ستړی دی
هلته زموږ وطن کی
هریو افغان ستړی دی
انسان لا پریږ
ده چی نن
وخت او زمان ستړی دی
د دی اوږده ناورین نه
ځمکه آسمان ستړی دی
ګلان په اور کی سیزي
باغ و
بوستان ستړی دی
ځای هدیرو که نشته
غراو بیابان ستړی دی
بس کړې روان جنګونه
مه وړې ماشی ته نورلاس
مه شیندی بم له هوا
جګړی اوربند کړی دلته
چی دی جګړو له لاسه
له دی قتلو له لاسه
هر یو افغان ستړی دی
هر یو انسان ستړی دی
* * *
ح خالد
ویانا ۲۰۰۹ / ۷ /۱۲