پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
ګیلې
په ګیلو کي دې یاد کړیم په ګیلو به ځه درځم
د زړه د ميني اور او سپیلنوسره درځم
په خوب چي ویده کیږم وایم رابه نشې موري
یو غږ مي تر غوږو شي په للو للو درځم
راغلی یم وطن ته
اوس یي غرونه ګزوم
د غرو په منځ ناره شوم او ناري ناري درځم
ناری مي اوري موري دعاګاني درنه غواړي
درنه ته په غوږو يي ځه د زړه په غږ درځم
سپوږمۍ ته کله ګوره پیغامونه مي ورکړي
د شا بار مي ډیر درون دی د آسمانه به درځم
درځم چي و دي ګورم دا خو ځما د زړه آرمان دی
د بند او د حجران مي عزم کړی د وتوځه به درځم
ډالۍ به کړم د زړه مینه د سترګو درته مورې
حجران سره مي دغه شان سودا کړي درځم
امیل درته د غاړي جوړوم د
سرو ګلونو
اغزي به پکي نه وي د شبنم سره درځم
در ځم چي په دیدن دي سترګي ډکي او خړوب کړم
یو خوب مي د آرمان
داسي لیدو چي ځه درځم
داعزم مي په ژوند د خپل زړګي په کور کي کړی
پتنګ لکه په شمع ځان سوځوم او ځه درځم
سفرمي طولاني او طوفاني او هم د شپو تیارو راخیستیم
په څرک د لمر خاته د ملاذان سره درځم
درځم خو به درځم خو دا اول او آخر پریږده
د سره غواړم پیل کړم غیږ په غیږ به ځه درځم
د ژوند ټول دیدنونه به په څو لحظو
کي وکړم
دعا ته که لاس پورته کړي دعا ته دي درځم
په خوب کي مي لیدلي له دردونو ډیره تنګه
په درد درد رانه تلي ما ویل ځه زه به درځم
—خوست
افغانستان &nbs
p;
۷/۱۰/۲۰۰۹