افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10557 شعرونه
د مينى اظهار
وكړه ماسر ه دوستي ګرانې دشمني ولې
كړې
زه خوتل غواړم ستا ديدن ته بى رخي ولې كړې
ما خو پريښودله دنيا
ټوله دا ستا په خاطر
د خداى د پاره له اغيار سره دوستي ولې
كړې
ماخو نيولى ده خوله بنده او هيڅ نه وايم څه
سمه شه ظالمې دومره بد زباني ولې كړې
مين زړه مى نه
صبريږي كوي اظهار د مينې
ته خو هم ووايه څه داسې خاموشي ولې كړې