افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
حمد
ددې ککړو لپو دعاوي څنګه ټولوې
ګمراه قدمونه په دربار کي څنګه قبلوې
په يوه چيغه ته را رسې زموږ تر درده خدايه
هره اوښکه په سپېڅلي لاسو څنګه وچوې
په
زړه کي وراني کې د غم کوډلي کرار په وخت
پر ځای يې د خوشحا ليو ماڼۍ څنګه جوړوې
په هغه ګناه چي تر
خپلو سترګو هم ولوېدم
په يوه توبه بخښه و رضا څنګه راکوې
بېګاه په خوب کي زما پر کړو فرشته سوه
په مسکا
رحيمه د انسان هر اعتراف ځنګه ردوې
دا سکور غوندي څېره مي هينداره د ګناهو ده
دې توري
اينې ته نور د ديدار څنکه ورکوې
پرون چي خاوري سول په لټه د اب حيات څوک
هغو ته سميع نن حوض د
کوثرڅنګه ور ښيې
کوټه