د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
اکبر اکبر

غزل

غزل
ډاکټراکبراکبر




لا خو شپو ته سحرونه مې پراته دي
د ایرو سره لالونه مې پراته دي
باک یې مه کوه ګلونه ږده اوربل کې
د چاودلې زړه زخمونه مې پراه دي
د لمنو پیوند پرې نږدې
نیمګړی
د رګونو تناوونه مې پراته دي
اوس به ستاو د راتلو سیوری پکې ګورم
چې غرمو ته دیوالونه مې پراته
دي
لمر به بیا د تورو تړو ویخ له راشي
چې تر هسک ورغلي غرونه مې پراته دي
په زرګونو آرمانونه مې پوره شول
په زرګونو آرمانونه مې پراته دي
لا خو ورځې د خوشهال مغل ته شته دي
لاخو تورې، قلمونه مې پراته دي


د میرویس جلالزي کمپوز

د شاعر نور شعرونه ←