د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
انوار وفي

خدای ج

خدای د هر چا دی!



داسې نه چې فقط ستا دی
خدای د هر چا دی!
دا د تورو سترګو تور دې
که د حورو په ارمان کې
او يا خوف د جهنم کې
ته په اوښکو باندې سپين کړې
او دا تور وېښته د سر
دې
عبادت د خدای کې خړ شي
نو بيا هم ته
په يقين ويلی نه شې
چې په ورځې د جزا به
ته د حورو څښتن کيږې
که
دوزخ کې به سوزېږې
نو بيا ولې د غرور نه
هر وخت په هورته هورته ګورې?
هر يو کس دوزخي بولې....
ايا وحي دې راوړې
له اسمان نه?

د شاعر نور شعرونه ←