افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
بل ژوند
فال مې کوته په يوه هيندو فالي
خبرې يې راته د اميد کولې
ويل يې ته بری مومې
ستا به ټول ارمانونه شي پوره
زما سترګو کې ستا سترګې
راوګرځېدې
لکه نن
لکه پرون
ترې ومې پوښتل :
هغه سترګې به
بيا کله
په سترګو وينم؟
ويل يې :
هو کې هغه به
ستا شي
هغه سترګې به
هرسبا او بيګا
ستا دسترګو
معبد وي
هغه به
ته هره ورځ
په خوب کې نه
په خيال کې هم نه
په بيدارۍ
کې په ريښتيا
وينې
ويل مې ژر شه
راته وايه
کله؟
ويل يې ډيرژر( دوسراجنم )کې
زړه کې مي ويل
که چيرې داسې کيداي
نو مابه يوازې
ستا په سترګوکې
د اوسيدو لپاره
هرځل
ژوند غوښته
جمعه د1388لمريزکال دزمري 10مه
کابل
يادونه : هيندوان فکر کوي چې انسانان پس له مرګه اوه ځله راژوندۍ کيږي اوپه يوه نوې بڼه ژوند کوي چې
دوي ورته(دوسراجنم وايي)