د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
نظیفه شاه

پوښتنه

زه در وګورم هېرانه
داسې مه وایه قربانه
بیله تابه
داژوند څه کړم
چې ته نه یی پر دې لاره
دیو خوب په څیرجانانه
تامې لاس وې کلک نیولې
درته وایم لاس مې را
کړه
داسې مه کوه بې باکه
هواډیره ښایسته وې
تر سپرلې هم رنګینه وې
دباران څاڅکې مې ټول غمونه یوسې
په
سیندونویی لاهوکې
موږ وږمې په غیږ کې واخلې
دیوداسې بیابان خواته
موله ځانه سره یوسې
چې انسان ورپکې نه
وې
دیوداسې ماښام خواته
چې هیڅ ډار ورپکې نه وې
په اسمان کې تور مرغان وې
ټوله ښکلې په یوشان وې
چې یی شور
سره اسمان هم په مستۍ سې
ستاشعرونه،له بنګړیو له سندرو او
باران سره یوځای سې
ټوله داسې را ژوندې سې
چې خبرې یی کولې
یوناڅاپه غوندې ګرانه
ټول میده زرې،زرې سې
په لیدو یی سوم هېران
ستاشعرونه مې ښه یاددې
چې مې
سترګونه پناه سوه
دباران څاڅکو له ځانه سره یوړه
ستا پرخوامې کړې درمنډي
خو افسوس چې تاپریښې
زما لار
وه
زه یوازې سوم غموته
ستا له تلوسره جانانه
ډیر وژاړم په ارمانه
داجهان راته سور اورسې
بس ستا مینه
مې پیغورسې

د شاعر نور شعرونه ←