د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
میرویس مومند

پسرلیه

پسرلیه موږه ستا به انتظار یو
وایه کله به راځی موږه تیار یو
موږه ټول سترګی په لار یو ستا راتګ
تږی وږي ګوره ستا د نو بهار یو
ته چی لاړي ځند دی وکړو په راتګ کی
د خزان د لاسه موږه په چغار یو
خوشحالی مو تان له ځانه سره
يوړه
د غمونو په زندان کی ګرفتار یو
په راتګ به دی ګلونه غوټی سپړي
د بورا پشان
به ستاسی تابعدار یو
پسرلیه خداي لپاره لږ را مخ کړه
د هجران په اور کی سوځو ناقرار یو
دا
غمونه او دردونه موږ نه لر کا
ارامی ته ګوره موږ سترګی په لار یو
دا ویجاړ ویجاړ باغونه مو اباد
کړه
د ساتلو به يي موږه نګهدار یو
دا وعده راسره وکړه چی راځی به
بی له تانه
ګوره موږه خواروزار یو
که هر چا دی د راتګ زیري په ما کړ
همیشه به يي د عمر خدمت ګار یو
د م
الیار غوندي می شنه باغونه خوښ دی
نه می لګی لکه پانی د خزان پر ځای امبار یو
چی راځي زموږ جانان ځان سره راړه
چی یي وږي همیشه موږ د دیدار یو
بی له تانه زموږ باغ همیش خزان وی
لکه وني
بوټی تاپسی بیمار یو
په مومند میرویس به اله پسرلی شی
که چا اویل چی ددغه باغ مالیار یو

د شاعر نور شعرونه ←