افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10557 شعرونه
غزل
ورځه په لمر شپه په سپوږمۍ اوڅراغونوښايسته
دزړه لمن مې ده دمينې په
داغونوښايسته
باطن يې وګورۍ چې څومره بدرنګيانې لري
ښکاري دادور خوظاهر په لباسونوښايسته
نن که دمرګ
په غبار خړيوخومايوسه نه يو
شوبه يوورځې دژوندون په ښايستونوښايسته
بلامزه لري دهجر دزخمونوسپرلي
شومې ژوندون په انتظار اواميدونوښاسته
وخت که هرڅوورباندې خپلې قصيدې ليکلې
خومادزړه ديوال کړه ستا په
تصويرونوښايسته
طائره څنګ به دښکلاله دې بهيره اوځم
زلفې په بوۍ خوله په خندامخ په خالونوښايساه