افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
احترام
احترام
جلال خپلواک
جانانه څوک چې ستا هنر ته احترام نه لري
دا به ړانده وي دوي به لمر ته احترام نه لري
د زړه په سپین محل کې هرچاته ځای مه ورکوه
دا خلک شپې غواړي سحر ته احترام نه لري