د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
نبیله وفا

نظم

ما د ظالم او د مظلو م مخونه دواړه لیده
ما د نمرود د فتوې چغې خپله واوریدلې
ما ابراهیم خلیل الله په خپلو سترګو ولېد
چې هغه اور ته غورځۍ
ما هيڅ ونه ویل چې ولې اخر
خو بس یو څو کړېکې د خولې نه مې راووتلې
دا بی وسي او که نه خود غرضي
زه په دې نه پوهېدم
يو خوا نمرود د خودسرۍ په خمکه
بل خوا یو ښکلې نازولې بشر
یو خوا د ظلم د انګار سکروټې
بل خوا زمونږ د رهبرانو رهبر
ما لعنتي او مبارک مخونه دواړه لیده
ما هر څه ولیده خو ما هیڅ هم ونه ویلې
خو یو عجب شانې احساس دی اوس مې نه پریږدي چې
خدایه چې ما له به په کوم جنت کې ځای راکوې
خدایه چې ما له به په کوم دوزخ کې ځای راکوې
خدایه چې ما له به جنت او که دوزخ راکوې
هم دې احساس راله د زړه دا غوښې وريتې کړلې
بیا بیا مې وژني بیا بیا ژوند راکوي
نه مې ګناه راښائې
نه مې په دار خیژوي
زما د کور په دیوالونو یو څر ګنده اواز
ما خوب ته نه پریږدي
ما ملامته ګڼي
زه ستا یو ډیره ګنهګاره بنده
د خپل احساس نه بی خبره پاتې
د ښه او بدو تمیز نه شم کوې
خدایه پخپله راته نن ووایه
زه ستا جنت او که دوزخ کې راځم

د شاعر نور شعرونه ←