پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
پښتونخواخپلوم
ګــــــراني ! خـــــــفه نـسې پــــه دې خبرو
پــــــه یارانــــــه کي تل بنګړي ماتـــیږي
کـــــــه دي ونــــــــه کـړزمادمیني قــــــدر
بـــــــــیامي هـــــــینداره دزړګي ماتـیږي
* * *
ماخـــوخپل سردعشق په لارکي ایښی
نـــــــــه لـــــــه چاوېــــــره اونـــــه ډارلــرمه
دزمـــــانـــــــې درواجــــونـــــــوخـــــــلاف
دبــــــــغاوت پـــــــه شــــان اوزارلـــــــرمه
* * *
اوس مي دکلي نـــــــــه پـــــه زوره باسي
وائي خـــــــان نــــــه منې خاني نـــــه منې
ټـــولـــــوزماګرېوان تــــــه لاس واچاوی
چي ولـــي زوراوزورواکـــي نــــــــه منې
* * *
دلــــــته کمزوري ژونــــدکولای نــه سي
دهـــــــــرڅــــــه واک دزوروســــــــــره دی
پــــــــه رڼاورځ ئې لــویـــــه لارنــــیولــــې
دغـــلافــــــرمان د ځـــــــناورســــــــره دی
* * *
داسي څوک نسته چي آوازپورته کړي
دحــــــق پـــــــه لارکي خپلـــــه ملاوتــړي
دهـــــرظالم وسرتـــــه کاڼی جـــــوړســـي
پــــــــه وینورنګ لاس ئې تــــــرشاوتړي
* * *
یادولس پــــه غم کي ځان شریک کـړي
دمظلــــومانــــــوپــــــــه دادورســـــــیږي
هـــــرځای چي جـــوړه وي دزورجونګړه
نـــــوهلــــــــته تـــــــېزلکـــــه بادورسیږي
* * *
خــــــومـوږ پیسې ګـــــټولښکــرډېر وو
خپلومنـځوکي پـــــــه سیالي اخــــته یو
باباکـــــــول دپاني پـــــــت جنګــونـــــــــه
زه اوتربـــــــورنن پــــــه بدي اخـــــته یـــو
* * *
لابـــــــــه ترڅوپــــــــه تاریکــه کي اوسو
ځئ چي پــــــــه زوردلمررڼاخپلـــــه کړو
«ملګری »هم درسره مل دی وروڼـــــــــو
پښتنوپاڅــــه پښتونخــــواخپلــــه کړو
* * * * * *
میرویس ملګری = هرات