د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
محب الله محب

په وینو کندهار

دا څه حال دی له کندهار وینې بهیږې
اوس هر ماښام او هر سهار وینې بهیږې
ها د یتیم د چغو غږ مې په غوږو شې
اف! بیا د کونډو له پرهار وینې بهیږې
تر پرون د کلې ماشومانو پرې ځانګل
اوس له خزان خزان چینار وینې بهیږې
پاس په هوا کی د بمونو دود ته ګوره
بیا د بلبلو له کتار وینې بهیږې
د کندهار ګلونه ټول شو مړاوې مړاوې
بارانه راشه له بهار وینې بهیږې




88/06/10

د شاعر نور شعرونه ←