افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
دسولې سوال
داد کوم خلکو د زړه وینه پدې سیلاب بهیږي
دا د کوم قوم ارمانونه دی چې خاورو لاندې کیږي
دا سوری سوری ټټرې په بارودو دړې وړې
دا د چا د زړه ټوټې دي چې بیا بې کفن دفنیږي
زخمي شوی ځیګرونه د ظالم صیاد نه سوال کړي
دا تنکي دا ځوانان ولی ددې مرګ په تاورژیږي
ای رهبره ای لیډره ای د جنګ د لارې مله
دا د کوم بدبخت ملت د آرزو ډيوې مړ کیږي
د بې وس سرتورو میندو د زړه آه نه وډاریږی
دا ثمر ته یې رسیدلی امیدونه چې رژیږي
نامرادو پیغلو خویندو په فریاد او چغو وایي
دا د چا د سترګو تور دی چې پخپل وینو لمبیږي
دا مو خپله ناپوهي ده یا د کوم ظالم د لاسه
یو خل بیا ددې پښتون قوم د وحدت بیړی ډوبیږي
طاهري نور کتی نشي ددې قوم بربادي خدایه
دادسولې سوال مې کله ستا دې پاک عرش ته رسیږي