افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
یوه نادره آوازه دماغ ته ورسېده
د ګلو برخه بیا هم ډېره زاغ ته ورسېده
لا به تیاره شي او یو بل به سره ونه ګورو
سیلۍ له شپې سره یو ځای څراغ ته ورسېده
ددې نړۍ له خیراتونو شو بې برخې غریب
ټوله حلوا د ملک په غوښو چاغ ته ورسېده
زمونږ پر سر د معاملاتو پیل شوې کیسه
پایله یې ګوره د شرمونو داغ ته ورسېده
توره بلبله ځای پر ځای شوه ذره چاودې چې یې؛
چې یې پر ځای توره چورلکه باغ ته ورسېده
کماله دغه ډرامه ده هېښوونکې منم
له حقیقه را شروع درواغ ته ورسېده