افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
پښتونخوا
کور د پښتنو چي اوس په نوم د پښتونخواشو
دا د ژوندښه زیرې هر پښــتون ته د دنـیا شـــو
هــــره سیمه نـن د یو ولــس په نــوم یادیـږي
ځکه پښتنوسیمه په نوم د پښتونخواشو
دا د هر پښتون اوهــرافـــغان د زړه آرمـــان وو
نوم د استعمارصوبه سرحدچی پښتونخوا شو
دا بختــور نـــوم دی پښــــتنو تـــه مـبارک وي
نوم د احمد شاه بابا ژوندی په پښتونخوا شو
کور د پښتنو ته سوله راوړۍ لویــه خدا یه
ځکه چې وطن مو په جنـــګونو کی تالا شـو
ویانا