افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
اوس نه یم
اوس نه یم
سید امین ارماني
د یاغي مرغه وزر وم خو اوس نه یم
د زیړي مازدیګر لمر وم خو اوس نه یم
چې یاران به مي لیدل ور باندي خوښ وم
د هغو یارانو سر وم خو اوس نه یم
د یاداګر د محبت در سره واخله
زه د میني یو تاجر وم خو اوس نه یم
د میرویس جلالزي کمپوز