د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
عاصم مقري

غزلونه ژ ا ړي

دغه وريت ز ړه مي دشهيد ارمان ټپونه ژاړي
لكه جانان چه خپل دغيږي سره لعلونه ژاړي



پرون دي دنګي پيغلتوپ د دؤئ دجنګ قربان شو
نن زلمي وينم هديره كي اوربلونه ژاړي



دشفق غاړي دشهيد له وينورنګ اخيستي
وريځه پښيمانه اؤرؤلي بارانونه ژ ا ړ ي



ورځ مو ځخمي شوه - شپه ځخمي شينكي سحرموځخمي
دمازديګرپه وينوبياسره ګودرونه ژا ړي



زموږپرخه ليك بيا دپردوپه لاس شو - څه به جوړشي
سپوږمۍ شاهده لا په موږه تير ظلمونه ژاړي



عاصمه دوۍ لا ترد ا اؤسه ژړول خوښوي
زموږاوښكي وچي دي چه اوس موغزلونه ژاړي



لوي كندهار / ۲۹/اسد/۱۳۸۸

د شاعر نور شعرونه ←