افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
عـــــــــشـــــــــــــق کــــــــې ســـــړى له کار وباره وځي
په غــــــــــــرونـــــو ســــــرشــــي چـــې لـــه ښـــاره وځي
زه اوجـــــــانان مــــــــــــې لکه ستورې دسپوږمۍ په مدار
اشــــــــــنامـــــــې نـــــه مــــنــي خـبرې له مـــــداره وځي
زماياغــــــــي ککـــــــــره نــــــه مـــــني ســـــجدې تيږوته
زه پـــــــــــــــــرې خفه يم که مې سرله دغې داره وځـــي
ســـــــــــــــلګۍ په ستونوکې ساتي په خولو مولاس کيدئ
په دغـــــــــــــــــــه چــم کــــې ټولې ژبې له ګفتاره وځـي
پيـــــــــــــغلې ګونــګۍ شوي په ګودر سندرې نه واي نـور
څــه درد دونــــکې دي هـــــــرترنګ چې له ستاره وځي
نــــن بـه ســـــجده ګدم ميــــــــــــخانه کې دساقي په لورې
( خـپـلواکه ) څــــــېـرې به ګريوان کړم چې له کاره وځي