افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غزل
ستا سپیره غیږ به هم ما زرغونولې
که وختونه مې په موټي کې راتللې
هغه خلک به په یو خوله پوهیدلې
اراده زما د نیت که ېې لوستلې
بې پروا به مې وختونه اړولې
تا سره که د ژوند لارې سمیدلې
دا غمونه به مې زړه هم نه کولې
تللې وخت که بیرته بیا راستنیدلې
زه به لویو لویو خلکو کې حساب وم
که جنون عقل مې دواړه خپلیدلې
دا عالم به ټول زما په غم خبر وې
د زړه کړیکې که زما چا اوریدلې
په سبا به راته ټول عالم ښه واېې
خو چې نن مې په دې ښه څوک پوهیدلې
قد غنونه که د لار ملګري نه وې
د جذبې نامه به بیا چا پیژندلې
څه به وایم زه وفا د امیدونو
لکه ګل مې هر ارمان دی رژیدلې