د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
محمد جعفر

ګرانې تاته وايم

دخداي لپاره نازولې جلـــــۍ
ماته له ټولوښكلوښكلې جـلـۍ
زما دزړه كوركې منلې جـلۍ
ترټولوښكلونازولې جلــــــــي
كــــــله ناكله يوسـلام كوه
ست دسركوشونډودجام كوه
په مابې كسه يوڅه پام كوه
ګرانې زه نورڅه درنه نه غواړمه
د زړه بدل كې درنه زړه غواړمه
ستا دخومار نظــركاته غواړمـــــــــــه
ستا دخبرواوريده غـــواړمـــــــــــه
په زړه ارمان لرم نيازبينې جلــۍ
له تاوفاغواړم حسينې جلــــــــــۍ
زه دركومـه دزړه وينـې جلــــــۍ
لكه سپوږمۍ په څيري سپيني جلۍ
ستا بادامي سترګې اوسره اننګيي
چې مالـيدلـــــي دي ارام نه لـرم
ستا په ښايست ګراني قسم خورمه
زه ستا په څيرې بل جانـان نه لرم
ته دپغمان دګلـــــكسوپيغله يـــــي
خودبه ترټولوښكلوښــكلې يـــــې
ستا طبيعت ښكلى ستا كلى ښكلـى
خودبه وما خوارته منلــــــــې يې
تا په ګلپاڼوكې خاپوړي كــــــړي
خودبه دګلورنګ ته تللـــــــې يې
زه درنه نورڅـــه ګرانې نه غـواړمـه
تنها ستــا غيږه كې ارام غــــــواړم
چې راته وكړي په سروشونډوكيسي
داسي ســــهارغواړم ماښام غواړم
ګرانې دسروشونډوشــــربت راكړه
زه تږي شوي يم يوجام غــــواړم
زمـــــا دزړه ديــوال ونـــه نـړوي
په تايي سپارمه ستــــــا پام غواړم
مــا دي دزلفــــوپه زنځــــــيروتړه
ځان ستا اسير غواړم غلام غواړم
ګراني مدام به ستا ځواني نه وي
زمابه مدام سوال اوازاري نه وي
ستا دځوانئ به تل سپرلي نه وي
تل به ستا سورمخ ګلابي نه وي
تل به دينا كي زندګــي نه وي
زما په ځواني به هم خزان راشي
دمرګ څپه به مې په ځان راشي
واړه دوستان به په پغان راشي
ستابه هم اوښكي په ګريوان راشي
ولي په ژوند راسره مينه نه كړي
ولي خبره راته سپينـــــه نه كړي



[ ليكوونكى واحديارعبدالرحيم زى ]

د شاعر نور شعرونه ←