د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
د ښاغلي لال پاچا ازمون شعرونه

غزل

ياغي ګرځي دا زړه، پرې محبت راغلى نه دى
دا ستا د برندو سترګو پرې حکومت راغلى نه دى
ټول عمر دې د ژوند د انتظار په واټ کې تېر کړ
پر تا زړګيه چېرې هم وصلت راغلى نه دى
په خداى چې له خپل ځان نه مې په غم باندې زړه سوځي
پر ده باندې ارام ژوند، يو ساعت راغلى نه دى
چې ولولم او يوسمه رڼا ترېنه لېمو کې
پر هغه کتاب وخت د تلاوت راغلى نه دى
لږ پام دې پردې سپينه خولګۍ ساته يه جانانه
وطن کې خو لا دومره امنيت راغلى نه دى
زما پر سپېرو شونډو دغه وچ پتري لږ واوره
په زړه کې د ساقي لا سخاوت راغلى نه دى
نظر د هغو شنو سترګو ته لاس په نوم ولاړ يو
په توره بوړه باندې مو غيرت راغلى نه دى
هر يو د زړه کلا کې مې د جنګ برجونه جوړ کړي
چې څوک دلته راغلى، په ښه نيت راغلى نه دى
ددې ګرېوان پوښتنه؛ چې دا ستا له پنجو وکړم
په زړه کې خدايږو دومره لا جرئت راغلى نه دى
له زړه نه د بڼو غشي نور وباسه ازمونه
هېڅوک دلته په نيت د عبادت راغلى نه دى

د شاعر نور شعرونه ←