افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
غـــــــــــــــــــــــــــزل
کاشکي دا زړونه ټول یو شان وای خدایه
ډیر سخت ظـالـم یا مـهربـان وای خدایه
دیوی وني وای خودغرض شاخــــونه
چی خوښ دخپل تن په تاوان وای خدایه
یــا لـکـــه شمع بلـیــدای سوځـــیــــدای
رڼا خپره تیر تر خـپل ځان وای خدایـــــه
دازړونه نه وای هیڅ احساس هم نه وای
لـــه خـټو جـوړ هسي بتــان وای خدایــه
هیــڅ خــبـر نه واې ددنــیــا لـــه غمــــــــه
لري له خـپلو په بـیـابـان وای خــــدایـــه
رسولـــي خپـل جـانــان همیش یــــــــادوي
کاشکي اختیار یی دخپل ځان وای خدایه