د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
محب الله محب

پریښتې

یار زما دی سمندر ، او زه پکی ډوبیږم
خمار یم له ازله شرابو کی لمبیږم



د شوق وزر می سیزې د لمر په مقابل کی
د فکر له اسمانه په ځمکه را غوزیږم



د غلمانو شرابی خیالونو کی مې نغاړې
ځکه له جانان سره خبرو که مستیږم



زاهده په خلوت کی ګناه راځنی کیږې
پریمیږده مستۍ کی ثوابونو کی غرقیږم



د ساقی له اشارت نه آلوزمه پورته
ګرځم پریښتو سره په ستورو کی ځلیږم



رسیږمه د وصل لوړ مقام ته هغه دم
زه محب په ځان کی چی له ځان ځنی ورکیږم



مزارشریف 22/06/88

د شاعر نور شعرونه ←