د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
ولي مرجان

غزل

زما غزل د سوي زړه نه سرچينه اخلي
وايه د ستا حسن له څه نه سرچينه اخلي



چې د وطن نوم واورم غبرګې کلېمې وايمه
بس د بلال د اذانه نه سرچينه اخلي



زما دا تړمې اوښکې سوي کوکې چيغې اشنا
ستا جدايئ او بېلتانه نه سرچينه اخلي



د مېرويس خان بابا لمسی يمه د تورې شرنګ يم
کږه شمله مې د نېکه نه سرچينه اخلي



داسې به نه وايې چې مينه پکې ځای به نه کړې
ياره زما زړګی د غره نه سرچينه اخلي



ملالې پېغلې د موچيو پشان پنډې وي پرې
درمان د ګوړې ګبينه نه سرچينه اخلي
درمان خوست

د شاعر نور شعرونه ←